وخداي بخښلي ،ګران اومحترم مرحوم محمودبريالي ته!
عزيزاحمد(خوارمل) عزيزاحمد(خوارمل)

ته زموږد پسرلنی بڼ بڼوال وي

ته ددي بڼ دګلانولمړني

ښکلي اوښايسته  ګل وي

چې ناڅاپه  مړاوي سوي

اوپه يووار سره زموږڅخه ولاړي

زموږڅخه جلا سوي

ته زموږدسترو اولسونو

زموږدشريفوخلکونامي بچی وي

ته ددي پتمنو،دردمنو

جګړي ځپلواوخوارووګړو

دستروهيلواوآرمانونو

زموږدسپيڅلو موخو

يورښتني مشعلداروي

ته يوواقعي مبارز

يوساتونکي اوسرباز وي

ته يوستر لارښود

يوبريالي پرچمداروي

تا په  ډيرميړاني سره

په ډيرسرښندني سره

په ډير کلک هوډ سره

په ډيره مينه اوزړه ورتوب سره

دخپلوخلکواوپرګنوپه خاطر

دخوارهيوادپه خاطر

دهغه دخپلواکي اوترقي په خاطر

دهغه دآزادي اوبشپړتيا په خاطر

سربازي کوله،پردي لاره  ترځان تيروي

ترژونده ترهرمادي اومعنوي امتيازه تيروي

ترهرڅه تير وي

نواي ګران همرزمه ،همسنګره ملګري :

اي زموږدستري لاري لارښوده

ستادميني دسوزه نه  فريادونه کوو

بيله تاددردونواورنځونولاره

اوسترواټ دچاسره ولټوو

بيله تا دميني ،محبت،شفقت

اودملګريتوب لوست دچا نه زده کړو

بيله تا وکوم پسرلي ته وکوم بڼ اووکوم بڼوال ته

ښه راغلاست ووايو

ستا سپيڅلي آرمانونه

ستارښتيني وګړني موخي دي

زموږوخلکواوهيوادته

ستا دلاري وسربازانو اووملګروته

دآزادي ،ددموکراسي

دترقي اودسرلوړي سرليک دي وي

اوپاک خداي دي ستا ملګري وي

اوستا سپيڅلي روح دي

تل ښاداوآرام دي وي  .

عزيزاحمد(خوارمل)

بيلجيم دانتورپين ښار

 


December 14th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها